د دید خبري اژانس: د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د اندونیزیا ولسمشر پرابوو سوبیانتو په مسکو کې د کرملین په ماڼۍ کې سره ولیدل او خبرې اترې یې وکړې.

د کرملین د مطبوعاتي خدماتو د اعلامیې له مخې، دواړو خواوو د روسیې او اندونیزیا ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو د اوسني حالت او راتلونکي امکاناتو په اړه بحث وکړ.
په خبرو اترو کې د یو لړ نړیوالو او سیمه ایزو مسلو په اړه هم خبرې وشوې، او دواړو خواوو په مختلفو برخو کې د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا پر اهمیت ټینګار وکړ.
دا غونډه په داسې وخت کې کیږي چې مسکو هڅه کوي له آسیایي هیوادونو سره خپلې اړیکې په ځانګړې توګه په اقتصادي او سیاسي برخو کې نور هم پراخې کړي.