افغانستانروستي خبرونه

بې سرحده خبریالان: طا-لبانو په غیر عادلانه ډول افغان رسنۍ تړلي دي

د ډیډ خبري اژانس: د بې سرحده خبریالانو ټولنې د افغان رسنیو د بندولو لپاره د طا-لبانو پر ناسمو کړنو خواشیني څرګنده کړه.

بې سرحده خبریالانو اخیراً ټوییټ وکړ چې وسله والو طا-لبانو د غبرگولی په ۲۰ مه د افغان خصوصي تلویزیون دروازې یوازې له دې امله تړلې وې چې د مالیاتو او د بریښنا سپمولو کې پاتې راغلی و.
افغان خصوصي ټلویزیون د دوشنبې په ورځ د وسله والو طا-لبانو له خوا د مالیاتو د نه ورکړې او د بریښنا د سپما له امله وتړل شو.
بې سرحده خبریالان وايي: «موږ په دې خواشیني یو چې طا-لبان له ناسمو موخو څخه په استفادې افغان رسنۍ بندوي.»
د یادولو وړ ده چې په افغانستان کې د طا-لبانو د موقت حکومت په راتلو سره رسنۍ تر سخت فشار لاندې دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا