خبرسیمهنړۍ

د هرمز تنګي کې د کړکېچ په اړه د چین غبرګون؛ په زغم او سمدستي اوربند ټینګار

د دید خبري اژانس: د هرمز تنګي کې د کړکېچن وضعیت او د سمندري محاصرې په اړه راپورته شویو ګواښونو په ځواب کې، د چین د بهرنیو چارو وزارت له ټولو خواوو وغوښتل چې زغم وښيي او ارام پاتې شي.

وزارت ټینګار وکړ چې په دې ستراتیژیک اوبو کې د تګ راتګ د خوندیتوب ډاډمن کولو لپاره سمدلاسه اوربند ټینګول او د ټولو دښمنانه اقداماتو بندول اړین دي.

بیجینګ د نړیوالې انرژۍ رسولو د بې خنډه دوام ډاډمن کولو لپاره له ټولو اړوندو خواوو سره د همکارۍ لپاره خپل چمتووالی اعلان کړ.

په بیان کې ویل شوي چې د هرمز تنګي امنیت او خوندیتوب ساتل د نړیوالې ټولنې په ګډو ګټو کې دي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت هم هیله څرګنده کړه چې واشنګټن او تهران به اوربند ته غاړه کیږدي او د جدي سیاسي هڅو له لارې به د هر ډول شخړې مخه ونیسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button