اروپايي ټولنه په هرات کې د مرګوني ډزو په اړه د خپلواکې څېړنې غوښتنه وکړ
د دید خبري اژانس: په هرات کې پر ملکي وګړو د وسله وال برید وروسته، اروپايي ټولنې دا پېښه غندلې او د سمدستي او بې طرفه څېړنو غوښتنه یې کړې ده.

په هرات ولایت کې د ملکي وګړو د مرګوني ډزو په اړه غبرګونونه دوام لري، او دا پېښه د نړیوالو سازمانونو او سیمه ییزو چارواکو لخوا په پراخه کچه غندل شوې ده.
افغانستان ته د اروپايي ټولنې پلاوي یوه اعلامیه خپره کړې چې دا برید “وحشتناک” بللی او په کلکه یې غندلی دی.
په اعلامیه کې ټینګار شوی چې د ملکي وګړو په وړاندې د تاوتریخوالي یا ترهګرۍ هر ډول عمل، په هر حالت کې او د هر فرد یا ډلې لخوا، د منلو وړ نه دی او مرتکبین باید محاکمه شي.
د دې غبرګونونو وروسته، یو شمیر نړیوالو بشري حقونو سازمانونو چې په افغانستان کې وضعیت څاري، د پیښې په اړه د خپلواکې، بې طرفه او شفافې څېړنې غوښتنه هم کړې ده.
دغو ادارو ټینګار کړی چې د داسې پیښو د بیا تکرار مخنیوي لپاره د پیښې د جزئیاتو روښانه کول او د مرتکبینو پیژندل اړین دي.
په افغانستان کې دننه، د هرات ولایت سیمه ییزو چارواکو اعلان کړی چې امنیتي ځواکونو د ډزو د عاملینو د پیژندلو او نیولو لپاره پراخه عملیات پیل کړي دي.
د هرات د والي په وینا، لومړنۍ پلټنې روانې دي او د برید کې د ښکیلو کسانو د نیولو هڅې به دوام ولري. هغه ټینګار وکړ چې د پیښې عاملین به ډیر ژر ونیول شي او عدلي او قضايي ادارو ته به معرفي شي.