اسلایدشوافغانستانخبر

په ۱۷ ولایتونو کې د درنو بارانونو او سیلابونو وړاندوینه

د دید خبري اژانس: د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې د درنو بارانونو او سیلابونو د احتمال وړاندوینه کړې ده.

د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې د درنو بارانونو او سیلابونو وړاندوینه
د دې ادارې د وړاندوینې له مخې، نن (شنبه، د حمل ۲۲مه) د سرپل، سمنګان، بامیان، غور، بغلان، تخار، بدخشان، نورستان، کنړ، لغمان، کاپیسا، پروان، ننګرهار، لوګر، پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونه به د باران شاهد وي.

د هوا پېژندنې ادارې د دغو ولایتونو په مختلفو برخو کې د ۱۰ او ۳۵ ملي مترو ترمنځ د باران وړاندوینه کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button