د دید خبري اژانس: د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې څانګې اعلان وکړ چې سبا (جمعه، د حمل ۲۱مه) د افغانستان په ۲۶ ولایتونو کې د درنو بارانونو او سیلابونو د راتلو امکان شته.

د ۲۶ ولایتونو لپاره خبرداری؛ د سیلابونو او بارانونو وړاندوینه شوې
د دې وړاندوینې پر بنسټ، د فاریاب، سرپل، بادغیس، هرات، فراه، غور، هلمند، کندهار، زابل، ارزګان، دایکندي، بامیان، غزني، میدان وردک، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، ننګرهار، لغمان، پنجشیر، کاپیسا، پروان، بغلان، سمنګان او تخار ولایتونه به د باران شاهد وي.
ادارې د باران اندازه د ۱۰ او ۴۰ ملي مترو ترمنځ اعلان کړه او زیاته یې کړه چې په مرکزي، لویدیځو او سویلي ولایتونو کې د ۵۰ څخه تر ۷۵ کیلومتره په ساعت کې د باد سرعت امکان شته.
د هیواد په لوړو او سړو سیمو کې هم د واورې اورښت تمه کیږي.