افغانستانخبرخبرې اترېسیمه

د کابل له خوا بیشکک ته وړاندیز: په ساختماني چارو کې د افغان کاري ځواک له ظرفیت څخه کار واخلئ

د دید خبري اژانس: د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي او د قرغیزستان جمهوریت د بهرنیو چارو مرستیال وزیر تورسنکلوف ترمنځ په یوه غونډه کې، د دواړو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار وشو.

د کابل له خوا بیشکک ته وړاندیز: په ساختماني چارو کې د افغان کاري ځواک له ظرفیت څخه کار واخلئ
د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن دوشنبه (د حمل ۱۷مه) په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې اعلان وکړ چې د خبرو اترو په جریان کې، د صنعت او سوداګرۍ وزیر د افغانستان-منځنۍ آسیا مشورتي غونډې کې د قرغیزستان پلاوي د ګډون ستاینه وکړه، د اقتصادي همکارۍ په پیاوړتیا او د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د کچې په لوړولو ټینګار وکړ.

د دې مطبوعاتي اعلامیې پر بنسټ، د قرغیزستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر د دواړو هیوادونو ترمنځ کلتوري مشترکاتو ته په اشارې سره، افغانستان او قرغیزستان وروڼه هیوادونه وبلل او د صنعت او سوداګرۍ وزیر ته یې قرغیزستان ته د رسمي سفر بلنه ورکړه.

دواړو خواوو په وروستیو کلونو کې د دوه اړخیزې سوداګرۍ د ودې څخه هم رضایت څرګند کړ او د سوداګریزو تبادلو حجم یو ملیارد ډالرو ته د لوړولو اړتیا باندې یې ټینګار وکړ.

د غونډې په پای کې، د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر په قرغیزستان کې د ساختماني پروژو ته په اشارې سره، د دې پروژو په پلي کولو کې د لویو ساختماني شرکتونو او افغان کاري ځواک د ظرفیت کارولو وړاندیز وکړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button