افغانستاناقتصاد او پرمختګخبر

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر د سوداګرو د ستونزو د حل غوښتنه وکړه

د دید خبري اژانس: د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رییس سید کریم هاشمي د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي سره په لیدنه کې د سوداګرو او پانګوالو پر وړاندې د ستونزو د حل او خنډونو د لرې کولو غوښتنه وکړه.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر د سوداګرو د ستونزو د حل غوښتنه وکړه
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي چې ښاغلي هاشمي په دې غونډه کې د سوداګرو او پانګوالو اصلي غوښتنې راپورته کړې او د بهرنیو چارو وزارت څخه یې په بهر کې د افغان سوداګرو د سوداګریزو چارو د اسانتیا لپاره د زیاتې همکارۍ پر اړتیا ټینګار وکړ.

هغه د سیمې او نړۍ له هیوادونو سره د اقتصادي اړیکو په پیاوړتیا او پراخولو هم ټینګار وکړ ترڅو په افغانستان کې د سوداګرۍ او پانګونې د پراختیا لپاره بنسټ برابر کړي.

امیر خان متقي په دې غونډه کې هم ژمنه وکړه چې وزارت به د اړوندو ادارو سره په همغږۍ کې په بهر کې د سوداګرو د ستونزو د حل او د هیواد د سوداګریزو شرایطو د ښه کولو لپاره اړین اقدامات وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button