اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثروستي خبرونه

د هندوانو پر یوه معبد برید؛ ملګرو ملتونو په افغانستان کې د ټولو اقلیتونو د ملاتړ غوښتنه وکړه

د دید خبری اژانس: په افغانستان کې د هندوانو پر معبد باندې د نن ورځې تروریستي برید په غبرګون کې یوناما په افغانستان کې د ټولو اقلیتونو د ملاتړ غوښتنه وکړه.

د هندوانو پر یوه معبد برید؛ ملګرو ملتونو په افغانستان کې د ټولو اقلیتونو د ملاتړ غوښتنه وکړه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د شنبې په ورځ (د غبرگولی په ۲۸ مه) د کارته پروان په سیمه کې د هندوانو پر یوه معبد باندې د ترهګریز برید په غبرګون کې وویل چې دغه برید د درنې مرګ ژوبلې د راپور له مخې درلوده.
یوناما په کابل کې د سیکانو پر معبد باندې د نن ورځې برید په کلکه غندي چې د راپورونو له مخې په پایله کې یې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
یوناما زیاته کړه: «پر ملکي وګړو بریدونه باید سمدستي ودرول شي. یوناما په افغانستان کې د سیکانو، هزاره ګانو او صوفیانو په ګډون د ټولو اقلیتونو د ملاتړ غوښتنه کوي».
د طا-لبانو امنیتي چارواکي وايي، د هندوانو پر یوه معبد په برید کې دوه تنه وژل شوي او اووه نور ټپیان شوي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا