اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پرمختګخبردرملسیمه

د درملو تولید او صادراتو پراخولو باندې د کابل او تاشکند تمرکز

د دید خبري اژانس: د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر، د ازبکستان د نمنګان والي سره په یوه لیدنه کې، د درملو تولید او صادراتو سکتورونو کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د همکارۍ پیاوړتیا باندې ټینګار وکړ. پدې غونډه کې، دواړو خواوو د محصولاتو د ګډ بازار موندنې، د چرګانو په سکتور کې همکارۍ او د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو سکتور کې د پانګونې فرصتونو په اړه هم بحث وکړ.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، د ازبک سوداګرو سره د همکارۍ لپاره د افغانستان د خصوصي سکتور چمتووالي ته په اشارې سره، د درملو بازار پراختیا او د هغې د صادراتو زیاتوالی د دې خبرو اترو اصلي محورونه وګڼل.

په ورته وخت کې، ازبک چارواکو د وزارت مشرتابه ته بلنه ورکړې چې د نمنګان ښار کې د ګلونو تاریخي جشن کې ګډون وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button