اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پرمختګخبرسیمه

افغانستان او ازبکستان په ګډه سوداګریزه غونډه کې د ۶۱۴.۸ ملیون ډالرو په ارزښت تفاهم لیکونه لاسلیک کړل

د دید خبري اژانس: د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان وکړ چې د “تواصل کنفرانس” او د افغانستان او ازبکستان د خصوصي سکتورونو د استازو ترمنځ د ګډو غونډو په جریان کې، د دواړو هیوادونو ترمنځ د ۶۱۴.۸۰ ملیون ډالرو په ارزښت د همکارۍ تړونونه لاسلیک شول.

دا تړونونه د سوداګرۍ او تولید مختلف سکتورونه پوښي او موخه یې د اقتصادي همکارۍ پراخول، د کورني تولید ظرفیت لوړول او د افغانستان صادرات پیاوړي کول دي. د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت په وینا، په تړونونو کې لاندې موارد شامل دي:

په افغانستان کې د چرګانو د تولید د فابریکې جوړول
د سمنټو او ډبرو سکرو په وارداتو او صادراتو کې همکاري
د لوبیا، مونګ او سبزیجاتو سوداګرۍ ته وده ورکول
د وچو میوو صادرول
د تیلو، پټرول، بټومین، مسو او خوراکي توکو واردول
د غیر الکولي مشروباتو صادرول
د سپورت خدماتو سکتور کې همکاري
د د هګۍ ورکوونکو چرګو په تولید کې پانګونه

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د چارواکو په وینا، دا تفاهم لیکونه د سیمې له هیوادونو سره د افغانستان د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا او د خصوصي سکتور لپاره د نوي فرصتونو د رامینځته کولو لپاره د پراخو هڅو یوه برخه ده.

چارواکي وايي چې د دې تړونونو پلي کول کولی شي د کارموندنې زیاتوالي، صادراتو ته وده ورکولو، د وارداتو تکیه کمولو او د کابل او تاشکند ترمنځ دوامداره همکارۍ پراخولو کې مرسته وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button