افغانستانامنیت او حوادثخبر
طالبان: په کنړ کې د پاکستاني هاوان په ډزو کې دوه ملکي وګړي وژل شوي
د دید خبري اژانس: د طالبانو حکومت د کنړ ولایت سیمه ییزو چارواکو اعلان کړی چې پاکستاني ځواکونو په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د ولایت په مرکز او د سرکاڼو، منورې او ناړۍ ولسوالیو ۸۵ هاوان مرمۍ توغولي دي.

د طالبانو په وینا، په دې بریدونو کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او اووه نور ټپیان دي. د طالبانو حکومت د کنړ د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکو تایید کړې چې د پیښې قربانیان ملکي وګړي دي او ښځې او ماشومان هم په ټپیانو کې شامل دي.
د کنړ د امنیتي قوماندانۍ ویاند فرید دهقان وویل چې د ناړۍ ولسوالۍ په پاشنګر سیمه کې د هاوان مرمۍ په یوه استوګنځي ولګېده چې یو کس یې وواژه او درې نور یې ټپیان کړل، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.
طالبانو دا هم راپور ورکړی چې په سرکاڼو ولسوالۍ کې درې نور ملکي وګړي ټپیان شوي دي. پاکستاني چارواکو تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.