د دید خبري اژانس: په کولمبیا کې سیمه ییزو رسنیو راپور ورکړی چې د هیواد په جنوب کې د یوې پوځي الوتکې د لوېدو د قربانیانو شمېر لږ تر لږه ۶۶ کسانو ته لوړ شوی دی. د هرکولس C-130 ترانسپورتي الوتکه د دوشنبې په ورځ د پوتومایو په سیمه کې وغورځېده.

په کولمبیا کې د پوځي الوتکې سقوط؛ تر اوسه ۶۶ کسان مړه شوي دي
د کاراکول ټلویزیوني شبکې، د پوځي سرچینو په حواله، اعلان وکړ چې په الوتکه کې ۱۲۸ کسان سپاره وو.
د وروستیو احصایو له مخې، ۵۷ مسافر روغتون ته وړل شوي او یو کس له ټپي کېدو پرته له پېښې ژوندی پاتې شوی دی.
راپورونه ښيي چې د لټون عملیات لاهم روان دي او د څلورو قربانیانو جسدونه ورک دي.
د پېښې د قربانیانو شمېر مخکې ۳۴ اعلان شوی و، خو دا شمېره د څېړنو په دوام سره زیاته شوې ده.
د پېښې لامل لا تر اوسه په رسمي ډول نه دی اعلان شوی، او د کولمبیا پوځي چارواکو تحقیقات پیل کړي دي.