امنیت او حوادثراپورسیمهنړۍ

وال سټریټ ژورنال: د سعودي پر اډې د ایران په برید کې پنځه امریکایي ټانکر الوتکې زیانمن شوي

وال سټریټ ژورنال راپور ورکړی چې د سعودي عربستان پر شهزاده سلطان هوايي اډې د ایران په توغندیز برید کې د امریکا د هوايي ځواک پنځه ټانکر الوتکې زیانمن شوي دي.

د راپور له مخې، چې د دوو امریکایي چارواکو له قوله یې نقل کړی، الوتکې د سعودي عربستان په شهزاده سلطان هوايي اډې کې په ځمکه وې کله چې برید وشو او د توغندیو په پایله کې زیانمنې شوې.

سرچینو ویلي چې د امریکا د هوايي ځواک ټانکر الوتکې په بشپړه توګه ویجاړ شوي نه دي او تخنیکي ټیمونه یې ترمیم او بیارغونه کوي. د دې سرچینو په وینا، د زیان دقیقه اندازه لا نه ده اعلان شوې، مګر د بیارغونې پروسه پیل شوې ده.

امریکایي چارواکو ویلي چې د ځینو تجهیزاتو د زیان سره سره، د اډې فعالیتونه په بشپړه توګه نه دي بند شوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button