د دید خبري اژانس: د سره صلیب نړیوالې کمېټې په ننګرهار کې شاوخوا ۲۰۰۰ راستنیدونکو کورنیو ته د دوی د بیړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره نغدي مرسته وکړه.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې اعلان وکړ چې دوی په ننګرهار کې شاوخوا ۲۰۰۰ راستنیدونکو کورنیو ته نغدي مرسته کړې، چې ډیری یې په خلاصه فضا کې ژوند کوي او سرپناه نلري، او دا ملاتړ به د دوی د بیړنیو اړتیاوو په پوره کولو کې مرسته وکړي.
نړیوال سازمان ټینګار کړی چې د دې مرستې هدف د راستنیدونکو ملاتړ او په افغانستان کې د باعزته ژوند شرایط برابرول دي.
د ملګرو ملتونو ویاند سټفان دوجاریک مخکې په سیمه کې د زیاتیدونکي شخړو د پایلو او د افغان کډوالو د وضعیت په اړه خبرداری ورکړی و.
د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر راهیسې، له ایران او پاکستان څخه له ۵ ملیون څخه ډیر افغانان هیواد ته راستانه شوي دي، چې د افغانستان په بشري او اقتصادي سرچینو یې د پام وړ فشار راوړی دی.