د دید خبري اژانس: د ازبکستان ولسمشر یو فرمان صادر کړ چې له افغانستان سره د غوره سوداګرۍ تړون لاسلیک کړي ترڅو له دې هیواد څخه د ۱۴ ډوله توکو وارداتو ته د ګمرکي محصول پرته اجازه ورکړي.

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف له افغانستان سره د غوره سوداګرۍ تړون لاسلیک کولو فرمان صادر کړ.
د دې تړون له مخې، له افغانستان څخه د ۱۴ ډوله مهمو توکو وارداتو باندې ګمرکي محصول لرې کیږي.
په دې تړون کې د افغانستان د کرنیزو محصولاتو لپاره د نباتي حفظ الصحې اسانتیاوې او د هیواد د صادرونکو لپاره پراخه ملاتړ هم شامل دی.
د دې اقدام هدف د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پراختیا، د صادراتو زیاتوالی او د اقتصادي همکارۍ پیاوړتیا ده.
ټاکل شوې ده چې د روژې له میاشتې وروسته په کابل کې یوه ګډه غونډه جوړه شي ترڅو د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو د لا ودې لپاره لاره هواره شي.