د دید خبري اژانس: د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې سبا (دوشنبه) د هیواد په ۲۴ ولایتونو کې د باران احتمال اعلان کړی دی.

د افغانستان په ۲۴ ولایتونو کې د واورې او باران احتمال
د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې اعلان کړی دی چې سبا (دوشنبه) به د افغانستان په ۲۴ ولایتونو کې د باران او واورې شاهد وي.
په دې ولایتونو کې کابل، فراه، هرات، بادغیس، غور، فاریاب، سرپل، بلخ، سمنګان، بغلان، کندز، تخار، بدخشان، نورستان، کنړ، لغمان، ننګرهار، کاپیسا، پنجشیر، پروان، لوګر، میدان وردګ، بامیان او دایکندي شامل دي.
د هوا پېژندنې چارواکو له خلکو غوښتي دي چې په خطرناکو لارو کې احتیاط وکړي، غیر ضروري سفرونه وځنډوي او اړین خوندیتوب تدابیر ونیسي.
باران ممکن په ځینو سیمو کې د سیلابونو او ځمکې ښویدنې لامل شي، نو خلکو ته مشوره ورکول کیږي چې د هوا خبرتیاوې او مشورې تعقیب کړي.