د دید خبري اژانس: د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف او د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په یوه تلیفوني اړیکه کې د مهمو سیمه ییزو پرمختګونو په اړه بحث وکړ؛ د کابل او اسلام آباد ترمنځ روان کړکیچ د خبرو اترو له اصلي موضوعاتو څخه وو.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې دواړو خواوو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پوځي او سیاسي کړکیچونو د کمولو په امکاناتو تمرکز وکړ.
لاوروف د کابل او اسلام آباد ترمنځ د اړیکو د عادي کولو لپاره د سیاسي او ډیپلوماتیکو چینلونو له لارې د اختلافاتو د حل کولو اړتیا باندې هم ټینګار وکړ.
د تلیفون په یوه بله برخه کې، دواړو خواوو د ایران په وړاندې د امریکا او اسراییلو د یرغل پایلې وڅیړلې او د سیمې په وضعیت باندې د دې اقداماتو د منفي او بې ثباته کولو اغیزو په اړه یې نظرونه تبادله کړل.