اسلایدشوافغانستانامنیت او حوادثخبرسیمه

د طالبانو او پاکستان ترمنځ سرحدي نښتې زیاتې شوې

د دید خبري اژانس: د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د تاوتریخوالي له زیاتوالي وروسته، د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت اعلان وکړ چې ځواکونو یې د کندهار ولایت د شورابک ولسوالۍ په ردالظلم عملیاتو کې د پاکستان یوه لویه پوځي پوسته نیولې ده. د وزارت په وینا، په دې پېښه کې یو شمېر پاکستاني ځواکونه وژل شوي او د پام وړ پوځي تجهیزات، په شمول د درنو وسلو، د شپې او ورځې لید کیمرې، مهمات او مختلف وسایل، د طالبانو لاس ته لویدلي دي.

په ورته وخت کې، د طالبانو د حکومت رسمي سرچینو د هیواد په ختیځ کې د دوو جلا نښتو راپور ورکړی دی؛ یوه د ننګرهار په دوربابا ولسوالۍ کې، چیرې چې د طالبانو ځواکونه او پاکستاني ملیشې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې سره مخامخ شوي دي، او بله د تورخم په لاره کې، چیرې چې د دواړو خواوو ترمنځ تازه نښتې هم شوي او وضعیت لاهم کړکیچن دی.

د پیښو دا لړۍ د دواړو هیوادونو ترمنځ د سرحدي تاوتریخوالي زیاتوالی په ګوته کوي؛ هغه تاوتریخوالی چې په وروستیو اونیو کې یو ځل بیا د اندیښنې وړ کچې ته رسیدلی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button