د دید خبري اژانس: د پاکستان د مرکزي بانک لخوا نوي خپاره شوي احصایې ښیې چې افغانستان ته د پاکستان صادرات د ۲۰۲۶ مالي کال په لومړیو اوو میاشتو کې له بې ساري کمښت سره مخ شوي، چې ۲۲۹ ملیون ډالرو ته رسیدلي دي.

رسمي معلومات ښیي چې افغانستان ته د پاکستان صادرات د تیر کال په ورته موده کې له شاوخوا ۵۶۰ ملیون ډالرو څخه ۲۲۹ ملیون ډالرو ته راټیټ شوي دي.
دا لوی کمښت د میزان له وروستیو راهیسې د ګډو پولو تړلو او د رسمي سوداګرۍ بندیدو وروسته رامینځته شوی دی.
په ورته وخت کې، له افغانستان څخه د پاکستان واردات هم ۵۸ سلنه کم شوي او ۶.۳ ملیون ډالرو ته رسیدلي دي؛ دا شمیره د دواړو ګاونډیو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ تبادلې کې بې ساري کمښت په ګوته کوي.
اقتصادي کارپوهان په دې باور دي چې د سیاسي کړکیچونو دوام او د مهمو سرحدي لارو تړل د اسلام آباد او کابل ترمنځ د سوداګریزو اړیکو راتلونکې په جدي توګه له خطر سره مخ کړې ده.