د دید خبري اژانس: د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اعلان وکړ چې په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ٢ میلیونه او ٧٨٠ زره افغان کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي.

نږدې ۳ میلیونه افغان کډوال په ۲۰۲۵ کال کې بیرته راستانه شوي
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اعلان وکړ چې د ۲۰۲۵ کال له پیل راهیسې شاوخوا ٢ میلیونه او ٧٨٠ زره افغان کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي؛ دا شمېره په وروستیو کلونو کې د راستنیدو ترټولو لویه څپه ده.
د خپرو شویو احصایو له مخې، له ۱.۸۸ میلیونه څخه ډیر خلک له ایران څخه او نږدې ۸۹۹ زره له پاکستان څخه افغانستان ته راغلي دي، پداسې حال کې چې نور راستنیدونکي هم د سیمې له مختلفو هیوادونو څخه هیواد ته راستانه شوي دي.
د راستنیدونکو بشري شرایطو ته په اشارې سره، OCHA اوچا ټینګار وکړ چې ښځې، نجونې او ماشومان د ډیرو زیان منونکو ډلو څخه دي.
د ارزونو له مخې، د راستنیدونکو نږدې دریمه برخه ښځې او نجونې دي، چې ډیری یې د سرپناه نشتوالی، روغتیا او تعلیمي خدماتو ته محدود لاسرسی، او د معیشت ستونزو په څیر ننګونو سره مخ دي.
نړیوال سازمان د راستنیدونکو د اساسي اړتیاوو د پوره کولو لپاره د نړیوالې ټولنې څخه د سمدستي ملاتړ د زیاتوالي غوښتنه هم وکړه او د افغانستان په سرحدي او ښاري سیمو کې په سیمه ایزو زیربناوو باندې د اضافي فشار خبرداری ورکړ.