افغانستانامنیت او حوادثخبرسیمه
د افغانستان په خاوره د پاکستان د بریدونو په اړه د هند غبرګون
د دید خبري اژانس: د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جیسوال په افغانستان باندې د پاکستان د هوایي بریدونو په اړه د رسنیو د پوښتنو په ځواب کې د خپل هیواد دریځ اعلان کړ.

د روژې په مبارکه میاشت کې د افغانستان په خاوره کې د پاکستان د هوایي بریدونو غندنه، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې لامل شوي، رندهیر جیسوال دا اقدام د اسلام آباد لخوا د “خپلو داخلي ستونزو د پټولو” لپاره د یوې بلې هڅې په توګه وګڼل.
هغه ټینګار وکړ چې هند یو ځل بیا د افغانستان د حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ ملاتړ اعلانوي.
په ننګرهار او پکتیکا ولایتونو کې د پاکستان په هوایي بریدونو کې لسګونه کسان ووژل شول او ټپیان شول.