د دید خبري اژانس: ۱۴ عربي او اسلامي هیوادونو، د عربي لیګ، د اسلامي همکارۍ سازمان او د خلیج د همکارۍ شورا سره یوځای، په یوه ګډه اعلامیه کې د اشغال شویو سیمو لپاره د امریکا د سفیر مایک هاکبي څرګندونې په کلکه وغندلې.

د “نیل څخه تر فرات” په اړه د امریکا د سفیر د څرګندونو په وړاندې د سیمه ییزې غندنې څپه
په بیان کي ټینګار شوي چې د لویدیځې غاړې په ګډون د عربي هیوادونو د ځمکو په اړه د اسراییلو د حاکمیت هر ډول منل یا ملاتړ د نړیوال قانون ښکاره سرغړونه او د سیمه ییز امنیت او ثبات لپاره جدي ګواښ دی.
هغه هیوادونو چې دا اعلامیه لاسلیک کړې خبرداری ورکړی چې دا ډول دریځونه کولی شي تاوتریخوالی زیات کړي او موجوده ډیپلوماتیکو پروسو ته نوي ننګونې وړاندې کړي.
په متنازع او بې ساري بیانونو کې، په اشغال شوي فلسطین کې د امریکا سفیر ویلي وو چې اسراییل حق لري، د خپلو مذهبي عقایدو پر بنسټ، د نیل څخه تر فرات پورې د مفکورې په پلي کولو سره ټول منځني ختیځ اشغال کړي.