امنیت او حوادثخبرسیمهچاودنه
داعش په اسلام آباد کې د شیعه ګانو د جمعې په لمانځه د ځانمرګي برید مسؤلیت ومانه
د دید خبري اژانس: د پاکستان د داعش څانګې یوه اعلامیه خپره کړې چې د پاکستان په پلازمینه کې د شیعه ګانو په یوه جومات کې د خونړي ځانمرګي برید مسؤلیت یې منلی دی.

د پاکستان د داعش څانګې د جمعې په ماسپښین په اسلام آباد کې د شیعه ګانو په یوه جومات کې د ځانمرګي برید مسؤلیت د “سیف الله انصاري” په نوم د یو کس د عکس په خپرولو سره ومانه.
دا برید، چې د جمعې د لمانځه پر مهال وشو، ګڼ شمېر لمونځ کوونکي یې ووژل او ټپیان کړل.
د پاکستان امنیتي چارواکو، د ترهګریز عمل د غندلو سره سره، د برید د عاملینو سره د تړلو شبکو د پیژندلو لپاره د پراخې پلټنې پیل اعلان کړی دی. د مرګ ژوبلې رسمي شمېره لا نه ده اعلان شوې.