خبرسیمه

د پناه غوښتونکو په خپل سر اخراج او توقیف؛ په پاکستان کې ۵ افغان خبریالان نیول شوي

د دید خبري اژانس: د افغان پناه غوښتونکو د ویزو د نه تجدید سره سره، په پاکستان کې د پنځو افغان خبریالانو د نیولو راپورونو د رسنیو د فعالینو د امنیت په اړه اندیښنې راپورته کړي دي.

په تیرو دوو اونیو کې؛ په پاکستان کې د پنځو افغان خبریالانو په خپل سر نیول
د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان (AMSO) وايي چې پاکستاني پولیسو په تیرو دوو اونیو کې پنځه افغان خبریالان په خپل سر نیولي دي.

د نیول شویو کسانو په منځ کې صمیم فروغ فیضي او عطاالله شیرزاد هم شامل دي. د سازمان په وینا، ځینو خبریالانو غوره ګڼلې چې د جدي امنیتي ګواښونو له امله خپل هویت څرګند نه کړي.

که څه هم دا ټول کسان یو څه وخت وروسته خوشې شوي، AMSO ټینګار کوي چې په پاکستان کې د افغان خبریالانو لپاره ناامنه چاپیریال لاهم دوام لري.

دغه سازمان دا هم اعلان کړی چې د پاکستان حکومت د افغان پناه غوښتونکو د ویزو د غځولو څخه ډډه کوي؛ یو داسې اقدام چې خبریالان د نورو نیولو، شړلو او خطر سره مخ کوي.

د AMSO سازمان په نړیواله ټولنه، د رسنیو په ادارو او د بشري حقونو په سازمانونو غږ کړی چې د افغان خبریالانو د ساتنې لپاره اقدام وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button