اسلایدشوافغانستانخبردرملروغتیا

په کابل کې د سرطان د تشخیص او درملنې ملي تخصصي روغتون پرانیستل شو

د دید خبري اژانس: د سرطان د تشخیص او درملنې ملي تخصصي روغتون نن پنجشنبه د لود ۹مه په کابل کې د طالبانو لخوا د روغتیا د سرپرست وزیر په حضور کې پرانیستل شو.

دغه روغتون چې په افغانستان کې د سرطان د ناروغانو د درملنې د خدمتونو د ښه کولو په هدف جوړ شوی، کولای شي په هېواد کې د سرطان د درملنې په برخه کې یو مهم بدلون وي.

د طالبانو د روغتیا سرپرست وزیر نورجلال جلالي د دغه روغتون د پرانستلو په مراسمو کې وویل چې د سرطان ملي روغتون د «لوړ ظرفیت د منلو» او ناروغانو ته د غوره اسانتیاوو د برابرولو په هدف پرانستل شو.

هغه زیاته کړه: دا روغتون به په ځانګړي ډول د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې په برخه کې تخصصي خدمات وړاندې کړي او دا په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو د ښه والي په لاره کې یو له مهمو ګامونو څخه دی.

د طالبانو د روغتیا وزارت سرپرست د دغه روغتون راتلونکي پلانونه هم په ګوته کړل او ویې ویل: د ستراتیژیک پلان له مخې به دغه روغتون په راتلونکو کلونو کې په ملي کچه په لوړ ظرفیت سره تخصصي خدمات وړاندې کړي.

افغانستان له څو کلونو راهیسې د سرطان د درملنې په برخه کې له سترو ننګونو سره مخ دی.

ډیری ناروغان ګاونډیو هیوادونو لکه ایران او پاکستان ته د پرمختللي درملنې ترلاسه کولو لپاره مهاجر شوي.

دا په داسې حال کې ده، چې په هېواد کې د درملنې اسانتياوې محدودې دي او د ډاکټرانو او متخصصو درملو نشتوالى د سرطان ناروغانو ته له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button