قریشي په ترویکا ناسته کې: د افغانستان د سولې او ثبات لپاره طا-لبان سره تعامل په کار دی
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي نن د افغانستان په اړه د خپل هېواد په کوربه توب د ترویکا غونډه پخپلې وینا پيل او له نړیوالو وغوښتل، چې د افغانستان د سولې او ثبات لپاره طا-لبانو سره تعامل وکړي.
د تاند د راپور پر بنست، نوموړي په دې غونډه کې د متحده ایالاتو، چین، روسیې او پاکستان ګډون ته په اشارې وویل، چې یاده غونډه د افغانستان د بشري وضعیت په اړه مرستو کې مهم رول لوبولای شي.
د پاکستاني وزیر په وینا، له طا-لبانو سره تعامل به سبب شي، چې په سیمه او افغانستان کې د ترهګریزو ډلو د فعالیتونو خطر کم او فضا پرې محدوده شي.
هغه په ورته وخت کې خبردرای ورکړ، چې له دې پرته به افغانستان د کورنۍ جګړې، اقتصادي پاشلتیا، بې ثباتۍ، د ترهګرو ډلو د بیا فعالیت او کډوالۍ بحران د شدت شاهد وي، چې دا وضعیت هیڅ هېواد هم نه غواړي.
شاه محمود قریشي یو ځل بیا له نړیوالو وغوښتل، چې افغانستان ته عاجلې بشري مرستې واستوي او په روغتیایي، تعلیمي او خدماتي برخو کې خپلو همکاریو ته شدت ورکړي.
یاده غونډه، چې نن پيل شوې، د ورځې ترپایه ممکن دوام وکړي او د غړو هېوادونو استازي هم پکې ویناوې وکړي.
له دې غونډې څخه یوه ورځ مخکې یانې پرون د طا-لبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي هم په یوه سفر پاکستان ته لاړ.
تمه کیږي، چې هغه به هم د نننۍ غونډې له ګډونوالو سره ډله ییزه یا جلا جلا لیدنې ولري.