د دید خبري اژانس: د طالبانو د حکومت د مالیې وزارت اعلان وکړ چې د کندهار ولایتي محکمې د پریکړې پر بنسټ، د سپین بولدک په بندر کې شاوخوا ۲۳۵۰ کارټنونه “قاچاق شوي او غیر معیاري” پاکستاني درمل وسوځول شول او له منځه یوړل شول.

د چارواکو په وینا، دا اقدام د غیر معیاري درملو د واردولو په وړاندې د مبارزې په دوام او د ښاریانو روغتیا ته د هغوی د احتمالي زیان د مخنیوي لپاره ترسره شو.