خبرسیمه

د بریکس لومړی ګډ تمرین پیل شو؛ د پوځي همغږۍ د راڅرګندېدو ننداره

د دید خبري اژانس: د بریکس غړي هیوادونه د لومړي ځل لپاره څو اړخیزه پوځي همکارۍ ته ننوتل. د “سولې لپاره د ۲۰۲۶ کال اراده” سمندري تمرین به د جنوري له ۹ څخه تر ۱۶ پورې د چین په مشرۍ د سویلي افریقا شاوخوا اوبو کې ترسره شي.

چین، روسیه، سویلي افریقا، ایران، اندونیزیا او اتیوپی په دې تمرین کې برخه اخلي، او اصلي تمرکز یې د سمندري امنیت، د بیړیو ترمنځ همغږي او د بار وړلو لینونو ساتنه ده.

چین او روسیې خپلې جنګي کښتۍ سیمې ته لیږلي دي، او ایران هم د ۱۰۳مې بیړۍ سره په دې تمرین کې برخه اخلي، په شمول د شهید نقدي کښتۍ او مکران کښتۍ.

څارونکي دا تمرین د بریکس چوکاټ کې د نوي امنیتي جوړښت د جوړولو په لور یو مهم ګام ګڼي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button