خبرنړۍ

ډلسي روډریګز: وینزویلا به هیڅکله د امریکا مستعمره نه شي

د دید خبري اژانس: د ډونالډ ټرمپ د وروستیو څرګندونو په ځواب کې، د وینزویلا مرستیال ولسمشر ټینګار وکړ چې د هغه هیواد به ځان ته اجازه ورنکړي چې د امریکا مستعمره شي او د خپلو طبیعي سرچینو دفاع به وکړي.

د وینزویلا مرستیال ولسمشر ډلسي روډریګز، د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعاوې رد کړې، او ویې ویل چې د وینزویلا خلک چمتو دي چې د خپل ملي حاکمیت او طبیعي سرچینو دفاع وکړي.

هغې زیاته کړه چې د وینزویلا طبیعي سرچینې باید د هیواد ملي پرمختګ ته خدمت وکړي، نه د بهرنیو قدرتونو ګټو ته.

روډریګز د نیکولاس مادورو او د هغه د میرمنې د سمدستي خوشې کیدو غوښتنه هم وکړه، ټینګار یې وکړ چې مادورو د وینزویلا یوازینی مشروع ولسمشر دی.

دا څرګندونې په داسې وخت کې راځي چې ټرمپ پدې وروستیو کې اعلان وکړ چې متحده ایالات به د لیږد دورې تر پایه پورې د وینزویلا مشري په غاړه واخلي او هیواد ته به د امریکا د تیلو لوی شرکتونه واستوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button