امنیت او حوادثخبرنړۍ

کاراکاس د امریکا پوځي یرغل وغندل او بیړنی حالت اعلان کړ

د دید خبري اژانس: د وینزویلا د بولیواری جمهوریت حکومت یوه رسمي اعلامیه خپره کړه، چې د کاراکاس، میرانډا، اراګوا او لاګوایرا ایالتونو په ملکي او نظامي سیمو باندې د امریکا د پوځي بریدونو په کلکه غندنه کوي. په بیان کې د امریکا دا اقدام “د ملګرو ملتونو د منشور ښکاره سرغړونه” او په لاتینې امریکا او کارابین کې د سولې او ثبات لپاره جدي ګواښ بلل شوی دی.

کاراکاس د امریکا پوځي یرغل وغندل او بیړنی حالت اعلان کړل
د وینزویلا د حکومت په وینا، د برید هدف “د هیواد د ستراتیژیکو سرچینو کنټرول اخیستل دي، پشمول د تیلو او کانونو کنټرول” او د “ملت سیاسي خپلواکي ماتولو” هڅه کول دي؛ یو داسې عمل چې د کاراکاس په وینا، د رژیم بدلولو لپاره د تیرو هڅو په څیر به ناکام شي.

د وینزویلا د ۱۸۱۱ کال راهیسې د مقاومت تاریخي ریکارډ ته په اشارې سره، بیان ټینګار کوي چې د هیواد خلک او حکومت به د خپل حاکمیت او د ځان ارادې حق په دفاع کې “کلک” پاتې شي. حکومت په ټولو ټولنیزو او سیاسي ځواکونو هم غږ کړی چې د عامه تحرک پروګرامونه فعال کړي او دا “امپریالیستي یرغل” وغندي.

د بیان له مخې، نیکولاس مادورو په ټول هیواد کې د بیړني حالت اعلانولو فرمان لاسلیک کړی او د هغه د پلي کولو امر یې صادر کړی دی. د وینزویلا حکومت بیا ټینګار کوي چې د خپلو خلکو، خاورې او خپلواکۍ د ساتنې لپاره د مشروع دفاع حق لري، او د لاتینې امریکا، کارابین او نورې نړۍ پر حکومتونو او خلکو غږ کوي چې د دې برید په وړاندې فعال پیوستون وښيي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button