افغانستانخبرسیمه

هند: د افغانستان په وړاندې د دهلي سیاست ولس‌محور دی

د دید خبري اژانس: د هند د بهرنیو چارو وزیر اس جی شنکر د هند د ټیکنالوژۍ انسټیټیوټ (IIT) کې د یوه افغان زده کونکي د پوښتنې په ځواب کې د نوي ډیلي او کابل ترمنځ اړیکې ژورې او تاریخي وبللې او ویې ویل چې هند او افغانستان د پیړیو راهیسې ژورې ټولنیزې او کلتوري اړیکې لري، پداسې حال کې چې پدې موده کې حکومتونه بدل شوي دي.

د افغانستان په اړه د هند اوسنۍ پالیسۍ ته په اشارې سره، جی شنکر ټینګار وکړ چې دا پالیسي د خلکو پر محور او ټولنې پر محور ولاړه ده او د نوي ډیلي تعامل به په دې اساس دوام وکړي.

هغه زیاته کړه چې افغانستان په یوه ستونزمن حالت کې دی او د هیواد یو شمیر اساسي ننګونې باید په جدي توګه حل شي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر “امیر خان متقي” سره د خپلې وروستۍ لیدنې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې، د هند د بهرنیو چارو وزیر هم خبرې اترې “مثبت او رغنده” و ارزولې او ویې ویل چې دواړو خواوو په مختلفو مسلو نظرونه تبادله کړل. د هغه په ​​وينا، هند له افغانستان سره د پرمختګ، خوراکي مرستو او روغتيا په برخو کې همکاري کوي او دا همکاري به د افغانانو د ګټې لپاره دوام ومومي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button