د دید خبري اژانس: په افغانستان کې د اروپايي ټولنې (EU) ډیپلوماتیک ماموریت، د نوي ۲۰۲۶ کال د پیل په مناسبت په یوه پیغام کې، یو ځل بیا د افغانستان د خلکو لپاره په خپل اوږدمهاله او دوامداره ملاتړ ټینګار وکړ.

په پیغام کې ویل شوي چې اروپايي ټولنه د هغو سکتورونو ملاتړ ته دوام ورکوي چې مستقیم د افغانانو د ورځني ژوند سره تړاو لري او د دوی په ژوند او هوساینې باندې د پام وړ اغیزه لري.
اروپايي ټولنې دا هم اعلان وکړ چې په راتلونکي کال کې به د افغانستان د خلکو تر څنګ ودریږي او خپلې بشري او ملاتړي هڅې به نه پریږدي.
د پیغام په پای کې، اروپايي ټولنې د افغانستان خلکو ته د ۲۰۲۶ کال د سولې، خوښۍ او امنیت په هیله مبارکي وویله.