اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

د وحدت اسلامی ګوند مشر د کورنۍ جګړې خبرداری ورکړ

د افغانستان پخوانی ولسمشر مرستیال او د حزب وحدت ګوند مشر عبدالکریم خلیلي ګواښ کړی، چې که طالبان د ده په ټکیو له استبدادي چلنده لاس وانخلي، هزاره ګان به یې هم پرضد وسلې واخلي او افغانستان به د کورنۍ جګړې خواته لاړشي.


نوموړي یوې روسي رسنۍ ته ویلي، چې د طالبانو د حکومت اعلان شوې کابینه په هیڅ ډول ټول شموله او د منلو وړ نه ده.
خلیلي هیله ښودلې، چې نړیواله ټولنه به طالبان د افغانستان او نړۍ غوښتنو ته د غاړه ایښودو لپاره تر فشار لاندې راولي.
کریم خلیلي دا هم ویلي، چې نه یوازې هزاره ګان؛ بلکې تاجیکان او ازبکان هم د طالبانو په حکومت کې ځان نه ویني او ممکن پرضد یې سره یو لاس شي.
طالبانو بیا خپل حکومت ټول شموله او په عین حال کې سرپرست ګڼلی او ټینګار کوي، چې له وخت سره به لازم بدلونونه پکې راوستل شي.
نړیواله ټولنه او ان د طالبانو تر ټولو نیږدې بهرنی ملاتړی هم د طالبانو له اعلان شوي حکومت سره موافق نه دی او پکې د ټولو لوریو د ګډون ټینګار لري.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا