په افغانستان کې د رسنیو د آزادۍ وضعیت “ډیر اندیښمن” بلل شوی
د دید خبري اژانس: د افغانستان د خبریالانو مرکز په خپل ۲۰۲۵ کال کلني راپور کې په هیواد کې د ژورنالیزم وضعیت نازک او اندیښمن ارزولی او په رسنیو یې سخت محدودیتونه لګولي دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په خپل ۲۰۲۵ کال کلني راپور کې اعلان وکړ چې په هیواد کې د رسنیو د آزادۍ وضعیت او د خبریالانو فعالیتونه سخت محدود شوي او شرایط “اندیښمنونکي” دي.
د راپور له مخې، خبریالان د امنیتي ګواښونو، خپل سري نیولو او اقتصادي فشارونو سره مخ دي.
قانوني او سیاسي محدودیتونو هم ډیری رسنۍ د خبرونو په آزاده توګه پوښښ کولو څخه منع کړي دي.
دې وضعیت د خلکو لاسرسی دقیق او شفاف معلوماتو ته سخت کم کړی او د هیواد د رسنیو چاپیریال روغتیا ګواښوي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز په مسؤلو چارواکو او نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د بیان د آزادۍ ملاتړ او د خبریالانو د ساتنې لپاره بیړني اقدامات وکړي ترڅو رسنۍ په خپلواکه او خوندي ډول فعالیت وکړي.