خبرنړۍ

د روسیې اټومي هایپرسونیک وسلو د اروپا پر لور هدف ګرځول

د دید خبري اژانس: دوه امریکایی څېړونکو، د سپوږمکۍ انځورونو په حواله، اعلان کړی چې روسیې احتمالاً د ختیځ بلاروس په یوه هوايي اډه کې د هایپرسونیک توغندیو د ځای پرځای کولو پروسه پیل کړې ده چې د اټومي وسلو د لیږدولو وړتیا لري؛ یو داسې اقدام چې کولی شي د اروپا لپاره پراخه امنیتي اغیزې ولري.

رویټرز د یوې باخبرې سرچینې په حواله هم راپور ورکړی چې د متحده ایالاتو استخباراتي ادارې ورته ارزونو ته رسیدلي دي، که څه هم د دې تحلیلونو توضیحات او اسناد لا تر اوسه په رسمي ډول نه دي خپاره شوي او محرم پاتې دي.

د پوځي او ستراتیژیکو کارپوهانو په وینا، د روسیې دا اقدام د اروپایي هیوادونو او ناټو غړو په وړاندې د اټومي وسلو کارولو د مسکو د دودیز ګواښ د زیاتوالي په توګه لیدل کیږي، او کیدای شي د سیمې د امنیتي معادلو کې د ډیر حساس پړاو ته د ننوتلو د کړکیچونو نښه وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button