امنیت او حوادثبشري حقونهخبرسیمه
د ملګرو ملتونو سرمنشي په سوریه کې پر جومات ترهګریز برید په کلکه وغانده
د دید خبري اژانس: د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د سوریې په حمص ښار کې د علي بن ابي طالب په جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال مرګونی ترهګریز برید په کلکه وغانده.

ګوتریش په یوه بیان کې وویل چې په ملکي وګړو او عبادت ځایونو بریدونه د منلو وړ ندي او د بشري اصولو او نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده.
د ملګرو ملتونو سرمنشي د برید د قربانیانو کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړه او د ټولو ټپیانو لپاره یې د چټکې او بشپړې روغتیا هیله وکړه.
دا برید چې د حمص ښار په عبادت ځای کې ترسره شو، یو ځل بیا د ملکي وګړو د خوندیتوب او په سوریه کې د تاوتریخوالي د دوام په اړه اندیښنې راپورته کړې.