تهران او کابل د چابهار آزادې سیمې له لارې د سوداګریزو همکاریو پر پراختیا ټینګار کوي
د دید خبري اژانس: په تهران کې د افغانستان د سفارت سرپرست او د چابهار آزادې سیمې سازمان اجرایوي رییس د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو پر پراختیا او سوداګرۍ پر زیاتوالي ټینګار وکړ.

په تهران کې د افغانستان د سفارت سرپرست فضل محمد حقاني د افغانستان او ایران اسلامي جمهوریت ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پیاوړتیا په لارو چارو بحث لپاره د ادارې پلاوي د رییس او د چابهار آزادې سیمې سازمان اجرایوي رییس محمد سعید اربابي سره وکتل.
دا غونډه د چابهار آزادې سیمې د چارواکو او د افغان سوداګرو د یوې ډلې په شتون کې ترسره شوه، او دواړو خواوو د صادراتو د اسانتیا، ټرانزیټ پراختیا او د سوداګرۍ د حجم د زیاتوالي لپاره د چابهار بندر او لوژستیکي ظرفیتونو څخه د اغیزمنې ګټې اخیستنې ټینګار وکړ.
په دې غونډه کې د دواړو هېوادونو د اقتصادي فعالانو پر وړاندې ننګونو په اړه هم بحث وشو او د سوداګریزو خنډونو د لرې کولو لپاره د عملي میکانیزمونو د جوړولو اړتیا باندې موافقه وشوه.