د دید خبري اژانس: ګارډین ورځپاڼې راپور ورکړی چې شاوخوا ۲۰،۰۰۰ سعودي ملاتړي ځواکونه د یمن په پولو کې ځای پر ځای شوي دي ترڅو “جنوبي انتقالي شورا” (STC) باندې فشار راوړي او ډله دې ته اړ باسي چې له هغو سیمو څخه ووځي چې په دې وروستیو کې یې په حضرموت، المهره او ابین ولایتونو کې نیولي دي.

جنوبي یمن د سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو پورې تړلو ځواکونو ترمنځ د مستقیمې نښتې ډګر دی
د راپور له مخې، جنوبي انتقالي شورا، چې د متحده عربي اماراتو لخوا ملاتړ کیږي، هڅه کوي چې د یمن د ۱۹۹۰ کال څخه مخکې حالت ته د بیرته راستنیدو او د شمال او جنوب د دوو ایالتونو د بیرته راګرځولو لپاره خپله اوږدمهاله غوښتنه پیاوړې کړي. شورا د سعودي د وتلو امر رد کړي دي.
ګارډین زیاته کړه چې سعودي عربستان د STC مشرانو ته خبرداری ورکړی چې که دوی ونه وځي نو مستقیم هوایي بریدونه به وشي.
د ریاض هدف دا دی چې په سویلي یمن کې په ځمکني پرمختګونو کنټرول وساتي او د هیواد مشروع حکومت د کمزوري کیدو مخه ونیسي.
د دې راپور له مخې، د جنوبي انتقالي شورا لخوا د حضرموت او المهره کنټرول ترلاسه کولو او ابین ولایت ته د ځواکونو لیږلو سره، شورا په مؤثره توګه د سویلي یمن ستراتیژیکې برخې کنټرول کړې، هغه سیمې چې مهمې تیلو سرچینې او مهم بندرونه پکې شامل دي.