د دید خبري اژانس: د ملګرو ملتونو یو نوی راپور په افغانستان کې د اقتصادي بحران شدت ته اشاره کوي؛ یو بحران چې د بې کارۍ د بې ساري زیاتوالي او د خلګو په عاید کې د چټک کمښت سره مل دی.

ملګري ملتونه: د افغانستان د کاري نفوس درې پر څلورمه برخه بې کاره دي
د ملګرو ملتونو د وروستي راپور له مخې، په افغانستان کې د بې کارۍ کچه شاوخوا ۷۵ سلنې ته رسیدلې، پداسې حال کې چې د هیواد ناخالص کورني تولید د ۲۰۲۵ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې شاوخوا ۶.۵ سلنې ته راټیټ شوی دی.
راپور ښیي چې د افغان وګړو میاشتنی عاید شاوخوا ۱۰۰ ډالرو ته راټیټ شوی، چې دا د پیرودلو ځواک جدي کمزوری او په ټول هیواد کې د بې وزلۍ زیاتوالی په ګوته کوي.
ملګرو ملتونو دا هم اعلان وکړ چې د افغانستان د نفوس له ۷۰ سلنې څخه ډیر د خپلو اساسي اړتیاوو د پوره کولو لپاره په بشري مرستو تکیه کوي؛ پداسې حال کې چې د دې مرستو اندازه په وروستیو میاشتو کې د پام وړ کمه شوې، چې په کورنیو باندې ډیر اقتصادي فشار راوړي.