افغانستانخبر

د قرغزستان چارواکي د اقتصادي همکارۍ د پراخولو لپاره کابل ته سفر وکړ

د دید خبري اژانس: د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان وکړ چې د قرغزستان جمهوریت یو لوړ پوړی پلاوی د سې شنبې په ورځ کابل ته رسیدلی. د دې سفر موخه د اقتصادي همکاریو پراخول او د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې کچه لوړول دي.

د وزارت د مطبوعاتي اعلامیې له مخې، د قرغزستان پلاوی به د دې سفر په جریان کې د طالبانو د حکومت له چارواکو سره وګوري او د “سوداګریزو اړیکو کنفرانس” او همدارنګه دوه اړخیزو غونډو کې به برخه واخلي.

سربیره پردې، د دې پلاوي غړي به په افغانستان کې د صنعتي تاسیساتو او یو شمیر شرکتونو او تولیدي واحدونو څخه هم لیدنه وکړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ټینګار وکړ چې دا سفر کولی شي د اقتصادي اړیکو پیاوړتیا، د پانګونې نوي فرصتونه پیژندلو او د کابل او بیشکک ترمنځ د سوداګریزو تبادلو د کچې لوړولو لپاره لاره هواره کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button