د دید خبري اژانس: د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې د وسله والو ډلو پراخ شتون د سیمې امنیت او د ګاونډیو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي همکارۍ پروسه په جدي توګه ګواښوي.

په تهران کې د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د غونډې په څنډه کې د چین او ازبکستان له سفیرانو سره له لیدنې وروسته، د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق وویل چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو دوامداره فعالیتونه نه یوازې امنیتي ګواښ رامینځته کوي بلکې په سیمه کې د اقتصادي او ټرانزیټ همکارۍ پراختیا هم خنډوي.
هغه د ایکس شبکې په یوه پیغام کې لیکلي چې ګډون کوونکو هیوادونو موافقه کړې چې د دې ګواښونو سره مقابله “ګډ او همغږي هڅو ته اړتیا لري.” د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د ځانګړو استازو غونډه د یکشنبې په ورځ، د قوس په ٢۳مه د ایران په کوربه توب ترسره شوه، مګر طالبانو پکې ګډون ونه کړ.