اسلایدشوافغانستانخبرسیمه

د افغانستان په اړه د تهران دوه ورځنۍ غونډه

د دید خبري اژانس: ایران به د قوس په ۲۳ او ۲۴ نیټه په تهران کې د افغانستان په اړه د دوه ورځنۍ غونډې کوربه وي، چې د سیمې د هیوادونو او ځینو آسیایي قدرتونو د ځانګړو استازو په شتون کې به ترسره شي. د غونډې په پای کې به یوه ګډه اعلامیه خپره شي.

د افغانستان په اړه د تهران دوه ورځنۍ غونډه
د باخبره سرچینو په وینا، د پاکستان، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، چین او روسیې ځانګړي استازي به په دې غونډه کې برخه واخلي.

له پاکستان څخه، د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق، په کابل کې د پاکستان سفیر عبید الرحمن نظاماني، او په تهران کې د پاکستان سفیر مدثر ټیپو به د ګډونوالو په ډله کې وي.

په دې کنفرانس کې به د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف، د افغانستان لپاره د چین ځانګړی استازی یو شیاویونګ، او د ازبکستان، ترکمنستان او تاجکستان د ولسمشرانو استازي هم ګډون وکړي.

د راپور له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي به په دې غونډه کې ویناوال وي، او د افغانستان د پرمختګونو، سیمه ییز امنیت او له ګاونډیانو سره د همکارۍ په اړه مسایل په اجنډا کې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي مخکې ویلي وو چې د ایران اسلامي جمهوریت په خپل ګاونډ کې امنیت او ثبات ته “بنسټیز اهمیت” ورکوي، هغه مسله چې د دې سیمه ییز کنفرانس اصلي تمرکز بلل شوی دی.

#سیمه ییزه همکاري

#افغانستان – ثبات – سیمه ییزه

#د تهران غونډه

#ګټور ګاونډیتوب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button