د دید خبري اژانس: د دواړو هیوادونو سوداګر او اقتصادي کارپوهان دا سوداګریزه جګړه د “متقابل ځان ماتې” په توګه ګڼي. افغان بزګران، په کندهار کې د انارو باغوانان هم په کې شامل دي، سخت زیانونه ګاللي او اړ دي چې خپل محصولات په کورنیو بازارونو کې په ټیټه بیه وپلوري. په پاکستان کې هم فقر مخ په زیاتیدو دی، چې شاوخوا ۲۵ سلنه نفوس یې د فقر له کرښې لاندې دی.

د پاکستان او افغانستان سوداګریزه جګړه، نامعلوم پای
د پاکستان او افغانستان اړیکې د مرګونو سرحدي نښتو وروسته په لسیزو کې خپلې ټیټې کچې ته رسیدلي، او اوس دواړه هیوادونه په یوه سوداګریزه جګړه کې ښکیل دي چې په ملیونونو خلک یې تر فشار لاندې راوستي دي. د ټي ټي پي یاغیانو لخوا د بریدونو زیاتوالي او د دوی د افغان خاورې کې د پناه اخیستو تورونو په ځواب کې، د پاکستان حکومت سوداګریزې پولې تړلي او په مؤثره توګه یې د اقتصادي تبادلې یوه لویه برخه بنده کړې ده.
دې پریکړې د دواړو هیوادونو اقتصاد ته سخت ګوزار ورکړی دی؛ له یوې خوا، هغه لارۍ چې د ډبرو سکرو، سمنټ، انارو، پنبه، درمل او بشري مرستو بار وړي – چې تیر کال یې د سوداګرۍ ارزښت دوه ملیارد ډالر و – د اونیو راهیسې د پولې تر شا بندې دي. له بلې خوا، په پیښور کې د افغانستان بازارونه، لکه د “افغان برډ” بازار، د پیرودونکو او پانګې د تیښتې له شدید کمښت سره مخ دي، او ډیری افغان سوداګرو د شړلو یا بانکي ستونزو له ویرې خپله پانګه بیرته اخیستې ده.
په سلګونو افغان موټر چلوونکي له دوو میاشتو څخه ډیر وخت راهیسې د تورخم په پوله کې په سختو شرایطو کې بند پاتې دي. افغانستان، چې خپله ترټولو لویه صادراتي لاره یې له لاسه ورکړې، پداسې حال کې چې د خپل نفوس له نیمایي څخه ډیر بشري مرستو ته اړتیا لري، د ایران، هند او مرکزي آسیا له لارې د نویو لارو موندلو هڅه هم کوي. د نړیوال بانک راپور ښیې چې د افغانستان ځینې صادرات د دې نویو لارو له لارې زیات شوي، مګر دا ممکنه نه ده چې په بشپړ ډول د پاکستان ځای ونیسي.
د دواړو هیوادونو سوداګر او اقتصادي کارپوهان دا سوداګریزه جګړه “متقابل ځان ماتې” ګڼي. په کندهار کې د انارو کروندګر په ګډون، افغان بزګران، درانه زیانونه ګالي او اړ دي چې خپل محصولات په کورنیو بازارونو کې په ټیټه بیه وپلوري. په پاکستان کې هم فقر مخ په زیاتیدو دی، چې شاوخوا ۲۵ سلنه نفوس یې د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.
د ترکیې، قطر او سعودي عربستان د منځګړیتوب له ناکامۍ سره، د دواړو هیوادونو ترمنځ یو نازک اوربند په هر وخت کې سقوط کولی شي. طالبانو له افغان سوداګرو څخه غوښتي چې په راتلونکو دریو میاشتو کې د پاکستان له بازارونو څخه ووځي، مګر ډیری یې دا حکم غیر واقعیت ګڼي. په عین حال کې، له پاکستان څخه د افغانانو ډله ایز شړل دوام لري، او ډیری اوږدمهاله سوداګر د خپلو لسیزو زړو سوداګرۍ له لاسه ورکولو ویره لري.
د سوداګرۍ اوسنی جنګ تر هغه وخته پورې پای ته نه رسیږي چې امنیتي کړکیچونه او د حکومتونو ترمنځ متقابل بې باوري حل نشي، یوه جګړه چې اصلي لګښت یې د هغو خلکو لخوا ورکول کیږي چې اقتصادي، کلتوري او ټولنیزې اړیکې یې له سیاسي پولو څخه تیریږي.
ژباړه او لنډیز: سید طاهر مجاب – دید خبري اژانس
لیکوالان: الیان پلټیر او ضیاء الرحمن
سرچینه: نیویارک ټایمز – NYT