اته اسلامي هېوادونو د غزې د اوسېدونکو مصر ته د لېږدولو د پلان پر ضد اعتراض وکړ
د دید خبري اژانس: اته اسلامي هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې د صهیونیسټ رژیم د غزې څخه د فلسطینیانو د جبري لېږدولو د هڅې په وړاندې خبرداری ورکړی او ټینګار یې کړی چې د غزې د خلکو هر ډول جبري لېږد د نړیوال قانون ښکاره سرغړونه ده.

په یوه ګډه اعلامیه کې، د اتو اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د رفح د لارې د یو اړخیز پرانیستلو او د مصر خاورې ته د غزې د ځینو خلکو د لېږد په اړه د صهیونیسټ رژیم د ځینو چارواکو د وروستیو څرګندونو په اړه خپله ژوره اندیښنه څرګنده کړه او دا عمل یې “غیرقانوني او د نه منلو وړ” وباله.
په اعلامیه کې ټینګار شوی چې د فلسطینانو د جبري لېږدولو یا حتی هڅولو هر پلان چې له سیمې ووځي د نړیوال قانون ښکاره سرغړونه ده او د غزې د نفوس جوړښت بدلولو هڅه ده.
اسلامي هېوادونو خبرداری ورکړی چې د داسې پلان پلي کول به په سیمه کې خطرناک بشري او امنیتي پایلې ولري.
د دې هېوادونو ډیپلوماتانو هم له نړیوالې ټولنې څخه وغوښتل چې پر اسراییلو فشار راوړي چې یو اړخیز اقدامات ودروي او د بشري مرستو لیږلو او د ملکي وګړو د ساتنې لپاره اړین شرایط برابر کړي.