اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

محب په غزني کې: پر دښمن بايد عايداتي سرچينې وچې شي

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ملي امنيت سلاکار ډاکټر حمدالله محب د يوه لوړپوړي دولتي پلاوي په مشري نن غزني ته په خپل سفر کې د دغه ولايت عمومي امنيتي ارزونه وکړه او د هېواد د امنيتي سکتور له لوړپوړو امنيتي مقاماتو او د غزني ولايت له ملکي او نظامي مسوولانو سره يې ناسته وکړه.

د دید خبری آژانس په رپوت، په دې ناسته کې د غزني والي، امنيه قوماندان، د ملي امنيت رييس او د ۲۰۳ تندر قول اردو قوماندان د ملي امنيت سلاکار ته د امنيتي وضعيت په برخه کې د پرمختګونو، ستونزو او راتلونکو پلانونو په اړوند راپورونو کې وويل، امنيتي او دفاعي سرتېري په دغه ولايت کې د تروريستانو او د هغوی د بهرنیو ملاتړو پر وړاندې په عملياتو بوخت دي او د غزني ـ کابل د لويې لارې د امنيت د تامين هڅې کوي.
د ملي امنيت سلاکار ډاکټر حمدالله محب د غزني د امنيت وضعيت په ښه کولو کې د مسوولانو ژمنتیا، مسلکي چلند او تجربې وستايلې او و يې ويل، ملکي او امنيتي مسوولان بايد په ګډه د خلکو د غوښتنو مطابق، د تروريستانو پر ضد فعاليتونه پراخ کړي او دښمن ته د شومو پلانونو د تطبيق موقع ور نه کړي.
ډاکټر محب زياته کړه، وسله‌وال مخالف بانډونه په خلکو کې هويت او ملاتړ نه لري، اړتيا ده چې د امنيتي او دفاعي ځواکونو په عملياتو کې سخت وځپل شي او عايداتي سرچينې ورباندې وچې شي.
د ملي امنيت سلاکار ډاډ څرګند کړ چې مرکزي اداره د غزني امنيتي وضعيت او د حکومتولۍ پراختيا ته ځانګړی پام لري او ژر به د ځواکونو د تمويل او تجهيز په برخه کې لازم پرمختګونه وشي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا