افغانستانخبرسیمه

د طالبانو او پاکستاني حکومتونو پلاوي د تاوتریخوالي کمولو لپاره سعودي عربستان ته لاړل

د دید خبري اژانس: باوري سرچینو رسنیو ته راپور ورکړی چې د طالبانو د حکومت یو لوړ پوړی پلاوی سعودي عربستان ته رسیدلی دی.

د طالبانو د حکومت د لوړ پوړي غړي انس حقاني، د کورنیو چارو مرستیال وزیر رحمت الله نجیب او د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقاهر بلخي په مشرۍ پلاوی ریاض ته رسیدلی.

د دې سرچینو په وینا، په ورته وخت کې یو پاکستاني پلاوی هم سعودي عربستان ته سفر کړی او ریاض د کابل او اسلام آباد ترمنځ د منځګړي رول په غاړه اخیستی دی.

د سعودي عربستان په منځګړیتوب سره، د دواړو خواوو ترمنځ خبرې اترې به د ځنډ وروسته بیا پیل شي.

که څه هم د غونډو د اجنډا جزئیات لا نه دي خپاره شوي، د دې مشورو اصلي هدف د دواړو هیوادونو ترمنځ د وروستیو کړکیچونو کمول او د کابل او اسلام آباد ترمنځ د مستقیمو خبرو اترو لپاره چوکاټ رامینځته کول دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button