پاپ لیو: د فلسطین دولت جوړول د اسراییل او فلسطین د شخړې یوازینۍ حل لاره ده
د دید خبري اژانس: د نړۍ د کاتولیک کلیسا مشر پاپ لیو، د ترکیې څخه لبنان ته د خپل سفر په لومړۍ مطبوعاتي غونډه کې د خپلواک فلسطین دولت د جوړولو اړتیا باندې ټینګار وکړ، او دا یې د اسراییل او فلسطینیانو ترمنځ د لسیزو اوږدې شخړې د پای ته رسولو لپاره یوازینۍ ممکنه حل وباله.

پاپ لیو د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د فلسطین دولت جوړول د اسراییل او فلسطین د شخړې د حل لپاره یوازینۍ عادلانه انتخاب دی. هغه زیاته کړه چې که څه هم اسراییل لاهم دا حل نه مني، د منځګړي په توګه هغه لیواله دی چې دواړه خواوې یوې عادلانه موافقې ته ورسیږي.
پاپ لیو، چې له تیرو دریو ورځو راهیسې په ترکیه کې دی، وویل چې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره د لیدنې پر مهال یې د اسراییل او فلسطین د شخړې او همدارنګه د روسیې او اوکراین د جګړې په اړه خبرې وکړې، او ترکیه کولی شي د دواړو بحرانونو په پای ته رسولو کې مهم رول ولوبوي.
د فلسطیني دولت د جوړولو لپاره د نړۍ د هیوادونو د ملاتړ سره سره، د صهیونیسټ رژیم لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په مکرر ډول د دې اقدام سره خپل مخالفت څرګند کړی دی.
پاپ لیو ټینګار وکړ چې د مذهب په نوم تاوتریخوالی غندل شوی او د مختلفو مذهبونو پیروان کولی شي په سوله کې یوځای ژوند وکړي.