د اوربند سره سره، د اسراییلو په بریدونو کې د فلسطینیانو د مرګ ژوبلې شمېره له ۷۰۰۰۰ څخه زیاته شوه
د دید خبري اژانس: د غزې روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د اسراییلو او حماس د جګړې له پیل راهیسې د فلسطینیانو د مرګ ژوبلې شمېره له ۷۰۰۰۰ څخه زیاته شوې او ۷۰۱۰۰ ته رسیدلې ده. دا شمېره په داسې حال کې خپره شوه چې د اکتوبر په ۱۰مه د اوربند له پلي کېدو سره سره د اسراییلو بریدونه او له کنډوالو څخه جسدونه را ایستل دوام لري.

د اوربند سره سره، د اسراییلو په بریدونو کې د فلسطینیانو د مرګ ژوبلې شمېره له ۷۰۰۰۰ څخه زیاته شوه
د غزې په جنوب کې د ناصر طبي مرکز راپور ورکړ چې دوه ماشومان، چې عمرونه یې ۸ او ۱۱ کاله وو، د اسراییلو د ډرون الوتکې له امله د بني سهیلا په کډوالو ښوونځي ته نږدې ووژل شول. په یوه جلا بیان کې، د اسراییلو پوځ د ماشومانو له یادولو پرته، ادعا وکړه چې دوی دوه کسان په نښه کړي وو چې د اسراییلو تر کنټرول لاندې سیمې ته ننوتل او “شکمن اقدامات” یې ترسره کړل. د رژیم پوځ په جنوب کې په ورته پیښه کې د یو بل کس د مړینې خبر هم ورکړ.
د غزې د روغتیا وزارت په وینا، د اوربند له پیل راهیسې د غزې په مختلفو برخو کې لږترلږه ۳۵۲ فلسطینیان شهیدان شوي دي، دا هغه شمیره ده چې د ملکي وګړو او جنګیالیو ترمنځ توپیر نه کوي.
په عین حال کې، اسراییلي ځواکونو په وروستیو اونیو کې په سیمه کې په څو نورو جبهو کې پرمختګونه کړي دي.