افغانستانخبرسیمه

د افغانستان د کرنې پلاوي د مسکو له څېړنیزو فارمونو څخه لیدنه وکړه

د دید خبري اژانس: د کرنې وزارت پلاوي د څارویو د روغتیا په نړیوال کنفرانس کې د ګډون لپاره مسکو ته د سفر په څنډه کې، د پلاوي غړو د روسیې د کرنې او څارویو د څېړنیزو مرکزونو څخه لیدنه وکړه.

د افغانستان د کرنې پلاوي د مسکو له څېړنیزو فارمونو څخه لیدنه وکړه
د طالبانو حکومت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت یوه پلاوي مسکو ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د مسکو د کرنې پوهنتون د فارمونو او څېړنیزو مرکزونو څخه لیدنه کړې ده.

دا لیدنه د روسیې د حکومت په بلنه او د “څارویو د روغتیا نړیوال کنفرانس” د ترسره کیدو سره سمون درلود.

د دې سفر په جریان کې، د مسکو د کرنې پوهنتون چارواکو د طالبانو د حکومت پلاوي ته د څېړنو نوي میتودونه، د څارویو د ساتنې پرمختللي سیسټمونه، او د اوبو لګولو او فارم مدیریت عصري میتودونه معرفي کړل.

د پلاوي غړو د دواړو هیوادونو ترمنځ د تجربو د تبادلې او تخنیکي همکارۍ پراخولو پر اهمیت هم ټینګار وکړ.

د کرنې وزارت په وینا، دا لیدنه د افغانستان او روسیې ترمنځ د علمي همکارۍ د نویو لارو موندلو، تخنیکي ظرفیتونو لوړولو او د ګډو څېړنیزو پروژو د پراختیا لپاره د هڅو یوه برخه ده.

د کابل چارواکو ویلي دي چې د روسیې د تجربې او ټیکنالوژۍ کارول د هیواد د کرنې او مالدارۍ سکتور په ښه کولو کې اغیزمن رول لوبولی شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button